بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو په اړه معلومات ورکړل شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۲:۵۹
pic

۱۴۴۵/۰۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د پانګونې چارو د تنظیم ریاست د دغه وزارت پانګونې ته چمتو پروژو په اړه بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د یو پرزنټېشن له لارې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

له دغه پرزنټېشن موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي د وزارت په بېلا بېلو پروژو کې د پانګوالو پاملرنه جلب شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت پروژې په درې برخو وېشل کېږي، چې یوه برخه یې د اقتصادي زونونو پراختیا ده، بله یې د نوي کابل ښار او د دې ښار ټولې پروژې او درېیمه هغه یې د ښارونو او ودانیزو چارو پراختیا ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت پانګونې ته د جلب او جذب لپاره د چمتو پروژو په موخه د معلوماتو ورکولو په مهال د ترکیي، پاکستان، ازبکستان او ایران هېوادونو پانګوالو او دغه راز د کورني پانګوالو سربېره د بېلا بېلو ادارو استازو برخه اخیستې وه.

د غونډې ګډونوالو په وړاندې شوو پروژو کې له معلوماتو ورکولو مننه وکړه او د پانګونې او همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

تمه ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت په بېلا بېلو پروژو کې به د کورنیو پانګوالو سربېره بهرني پانګوال هم پانګونه وکړي او یو شمېر هېوادوالو ته به د کار کولو زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پانګونې چارو د تنظیم ریاست، د نورو مسؤلیتونو ترڅنګ، د یاد وزارت د پروژو لپاره د بازارموندنې او د پانګونې د جلب او جذب مسؤلیت لري.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت