بلخ کې د ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي بریښنا له ۲۰۰ ډېر پايو د مالکيت حق تثبيت چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت بلخ ولایت کې د ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي برېښنا پروژې د ۲۲۳ پايو د نصب لپاره د ځمکو مالکيت حق تثبيت چارې پایته ورسولې.
له دې پایو څخه ۱۶۰ پايې په دولتي او پاتې ۶۶ نورې پايې د خلکو په شخصي ځمکو کې تثبيت شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولایت کې د بریښنا ستنو د مالکیت حق تثبیت چارو له بشپړولو سره، بریښنا شرکت ته د ستنو نصب او یادې پروژې عملي کار ته زمینه مساعده کړې ده.
###