بلخ کې د پايو د نصب لپاره له ۱۰۰ د زياتو محلونو د مالکيت حق تثبيت شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له شبرغان څخه تر مزارشريف پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه انتقالي برېښنا په لېږد کې د اسانتيا لپاره د ۱۱۷ محلونو د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې کړې.
له دې ډلې څخه د پايو د نصب شپږ محلونه په دولتي ځمکه کې او ۱۱۱ محلونه په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي او د ۵۶ نورو پايو د نصب لپاره هم د مالکيت حق د تثبيت چارې روانې دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۱۱۷ پايو د نصب لپاره د محلونو د مالکيت حق په تثبيت سره په بلخ ولايت کې د ۲۲۰ کيلو ولټه برېښنا د لېږد عملي چارو پيلېدو ته زمينه برابروي.