بغلان کې څه باندې ۱۶۸ زره جریبه څړځایونه سروې شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۹:۱۷
بغلان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروسې د پلي کېدو له لارې د بغلان ولایت اړوند سیمو په ۳۷ قطعو کې ۱۶۸ زره او ۶۷۵جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیله تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ مېلیونه ۶۵ زره او ۷۰۱ جریبه څړځایونو سروې ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروژې د پلي کېدو له لارې د افغانانو ملي شتمنۍ په توګه له عامه او خاصه څړځایونو معقولې او موثرې استفادې ته زمینه برابره کړې، څو د مناسبو شرایطو په مساعدولو سره ځان بسیاینې او اقتصادي او مالدارۍ ودې له لارې د خلکو په ژوند کې بنسټیز تغیرات رامنځ‌ته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۲۳
Background image

د ډرون فوتوګرامیټري ښوونیز پروګرام پای مراسم ترسره شول

۱۴۴۷/۰۸/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو محترم ریاست په اقدام د ډرون له لارې د فوتوګرامیټري ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

ګډون کوونکو ته د کور او ښار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۳:۴۸
Background image

په کندز ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۸/۰۷

د کندز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نظارت پر مهال هغه ودانیزې چارې وموندلې چې د ښاري پلان، نافذه قوانینو او د کور او ښار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۵۰
Background image

په خاشرود ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۷

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د خاشرود ولسوالۍ د کوتلک  منار پر عمومي سړک د مسجد شریف له روانې ودانیزې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت