بغلان کې د پايو لپاره له ۳۰۰ څخه د زياتو نصب ځايونو د مالکيت حق د تثبيت چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بغلان له دشت خواجه الوان څخه د کابل تر ارغندي پورې د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا د لېږد په پروسه کې د اسانتيا رامنځته کولو په موخه د ۳۴۷ پايو د نصب ځايونو د مالکيت حق تثبيت کړ.
له دې ډلې څخه د ۲۶۶ پايو نصب ځايونه په دولتي ځمکه کې او د ۸۱ پايو نصب ځايونه په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا د پروژې په مسير کې د جايدادونو د مالکيت حق په تثبيتولو سره د برېښنا شرکت لپاره د عملي کار د پيل زمينه برابره کړې ده.