بغلان کې د لقي ها ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په مرسته د بغلان ولايت اړوند د لقي ها اته صنفي ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۸۶۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۲۳ ميليونه افغانيو ورغول شوه.