بغلان کې د دوشي ـ باميان د ۲۲۰ کيلو ولټه برېښنا په مسير کې د جايدادونو د مالکيت حق د تثبيت لړۍ بشپړه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بغلان ولايت کې د پايو د نصب لپاره د ۱۴۴ محلونو د مالکيت حق په تثبيت سره د دوشي – باميان د ۲۲۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا د غځېدو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
له دې ډلې څخه ۱۰۰ محلونه په دولتي او ۴۴ نور يې په شخصي ځمکه کې تثبيت شوي دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به په باميان ولايت کې زرګونه کورونه له برېښنا برخمن شي.