بدخشان کې څو بیلا بیلې ساحې له غصب وژغورل شوې او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شول

it_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۱۱:۴۱
e

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته تر دې دمه پهخ بدخشان ولایت کې څو بېلا بېلې ساحې و ارزول او تر کره څېړنې وروسته ثابته شوه چې یادې ځمکې دولتي او د اشخاصو لخوا غصب شوي، چې یادې خمکې له غصب راوګرځول شوې او غاصبین د قانون منګو لو ته وسپار شول.

دغه ځمکې د بدخشان ولایت په شورابک سیمو، د مرکز اړوند (جر) سیمه کې، او ځینې برخې یې د شهر بزرګ، بهارک، جرم اشکاشم، زیباک، او په سبز بهار ولسوالیو کې موقعیت لري چې د غاصبینو له لېست سره یې د ځمکو مشخصات عدلیې ریاست او نورو اړوندو ارګانونو ته لېږدول شوي دي.

بدخشان کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو غاصبین او استردادي دوسیې تر څار لاندې نیولي او د همکارو ادارو ترڅنګ یې تولو ولسوالیو ته د غصب شوو ځمکو په اړه مکتوبي خبر ورکړی دی.

دغه راز له ۱۰۰ زیات د ځمکو غاصبین نور قره قوز څخه تر سبز بهار مالوم شوي او اړوندو مراجعو ته معرفي شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو و زارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې دولتي ځمکې غصب کړي.

دغه وزارت ښاري منظمې پراهختیا او اقتصادې ودې ته ژمن دی او په تول توان هڅې کوي چې دولتي املاک او ځمکې خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت