بدخشان کې د يو منځني ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت په یفتل ولسوالۍ کې د پهندرې منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۷ ميليونه ۶۰۷ زره افغانيو ورغول شوه.