بدخشان کې د درې ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۷:۵۵
بدخشان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان په مرکز فیض آباد په شپږمه ناحیه کې د دې ولایت د پوهنتون کتابتون ودانۍ، د دې ولایت د یفتل ولسوالۍ په قریه باغ بالین کلي کې د یو شپږ صنفي ښوونځي او همداراز د ارګو ولسوالۍ د چتراق ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې تر کار لاندې لري.

د بدخشان پوهنتون د کتابتون ودانۍ په ۶۴۵ متر مربع ځمکه په درې پوړونو د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي چې رغنیزې چارې یې ۶۱ سلنه بشپړې شوې دي. همداراز د قریه باغ بالین کلي شپږ صنفي ښوونځی په ۶۴۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت او چتراق ۱۰ صنفي ښوونځی په ۱۰۶۰ متر مربع ځمکه کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي چې رغنیزې چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د ټولګټو پروژې تطبیق د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لومړیتوب دی او یاد وزارت د حکومت پراختیايي او اقتصادي پلانګذارۍ او د پالیسیو د تطبیق په برخه کې جدي او عملي اقدامات ترلاس لاندې نیولي دي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۶
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۱۷
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست تر چتر لاندې، د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو د ۲.۶ کیلومتره برخې د هوارولو او بنسټیزو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت