بامیان ولایت کې  څه باندې ۲۵۰   زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۸:۲۳
 بامیان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، بامیان ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۱۳ قطعو کې ،  ۲۵۰   زره او ۴۳۹ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۷۱  زره او ۷۹۰ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۷۸ زره او ۶۹۴جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني ولایت په اب‌ بند ولسوالۍ کې د مسجد شریف د رغونې او ترمیم له چارو څارنه

۱۴۴۷/۴/۱۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دغه ولایت په اب‌بند ولسوالۍ کې د مسجد شریف بېلا بېلې رغنیزې او ترمیماتي چارې په منظم ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د زابل ولایت  د کابل ۔ کندهار د لویی لارې د شاه جوی ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۱۸

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا داد ګل مسلم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري یې د زابل ولایت د کابل ۔ کندهار د لویې لارې د شاه جوی ولسوالۍ د مسجد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۷
Background image

د فاریاب ولایت په گرزیوان ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له بهیر څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۱۸

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د خپل تخنیکي ټیم سره یې د پوهنې ریاست د وړاندیز پر بنسټ د دغه ولایت د گرزیوان ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS