باميان کې له ۲۹ زره جريبو زيات څړځايونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځايونو د سروې، ثبت او نښه کولو لړۍ په دوام په باميان ولايت کې ۲۹۶۹۲ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
دا ځمکه په ۹ قطعو کې په تېره يوه مياشت کې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې سروې او ثبت شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې او ثبت لړۍ له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړې ده.