اندخوی ښار ته د ورننوتلو دروازې د جوړولو پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۴
اندخوی

۱۴۴۷/۹/۲۰

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د اندخوی ښار ته د ورننوتلو دروازې د جوړولو پروژې له چارو تخنیکي څارنه وکړه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د ریاست اړوند تخنیکي ټیم په یاده دروازه کې د قالب تړلو له روان بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې د منظور شوې نقشې او انجنيرۍ معیارونو سره سمې پر مخ روانې دي.

دغه مسلکي ټیم، د کار د کیفیت ارزونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې پاتې چارې دې هم د تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شویو معیارونو مطابق بشپړې شي.

دغه راز یې، قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وکړې، څو پروژه په ټاکلي وخت معیاري ډول او د لوړ کیفیت په رعایتولو سره پای ته ورسوي.

یاده پروژه د اندخوی ښار د ښکلا، ښاري نظم او زیربنایي پراختیا په موخه پلي کېږي، چې په بشپړېدو سره به د ښار عمومي بڼه لا ښکلې او منظمه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت