په کاپیسا کې څلور جریبه ځمکه ولېږدول شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۹:۳۵
کاپیسا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږدل پر مهال، د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې ۴ جریبه دولتي ځمکه پوهنې وزارت ته ولېږدوله.

یاده ځمکه د یو باب دینې مدرسې جوړولو په موخه لېږدول شوې ده.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به سیمه‌ییزه حکومتوالي پیاوړې، عامه خدماتو ته د خلکو لاسرسی اسانه او د دې ولایت اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شي او ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو په لېږد سره، د پرمختیايي او ټولګټو پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

په پروان ولایت کې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون له درې‌لارې څخه د هوفیان له سیمې هاخوا پورې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۴۱
Background image

په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په تېره یوه اوونۍ کې په څلورو ولایتونو کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د پلانونو د اصلاح لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د ښاري پلانونو د اصلاح په موخه توپوګرافي سروې پیل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت