د بدخشان پوهنتون د ښوونې او روزنې تدريسي ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښوونيزو ځايونو د رغونې په لړ کې دا ځل د بدخشان پوهنتون د ښوونې او روزنې د تدريسي ودانۍ د جوړېدو چارې پيل کړې.
دا ودانۍ په ۳۵۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه په ۱۶ ميليونه افغانيو رغول کيږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بدخشان پوهنتون د يادې څانګې محصلینو او استادانو ته د درس لپاره مناسب او ارام چاپېريال برابر شي.