پنجشېر ولايت کې د يوه د جومات جوړېدو چارې په بشپړېدو دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۱۱:۴۶
پنجشېر

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پنجشېر ولايت د رخه ولسوالۍ په خواجه قريه کې د جومات د جوړېدو چارې نږدې بشپړې کړي او ډير ژر به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

دا جومات په ۱۲۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۳ ميليونه ۳۰۰ زره افغانۍ جوړيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ديني او فرهنګي ځايونو اهميت ته په پام سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د جوماتونو د رغولو او بيارغولو چارې ګړندۍ کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۸
Background image

د لوګر ولایت په کډوالو ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري، کډوالو او بېرته راستنېدونکو ته په وېشل شوي ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له روانو چارو تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ولایت کې د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ، د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو او هوارولو پروژه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۴
Background image

د متحده عربي اماراتو ښارګوټي د جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت