پروان ولايت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا په مسير کې د جايدادونو د مالکيت حق د تثبيت او ارزښت ټاکنې چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۳:۳۷
پروان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول‌ګټو پروژو د چارو انسجام ریاست رپوټ پر اساس، په پروان ولايت کې د برېښنا د پايو د نصب ۱۷۵ محلونو د مالکيت حق د تثبيت او ارزښت ټاکنې چارې بشپړې شوې.

همدارنګه د ۱۷۵ پايو د نصب محلونو له ډلې ۱۵۲ يې دولتي او ۲۳ يې د شخصي خلکو ملکيتونه تثبيت شوي دي. د دې پايو مسير د پروان ولايت له سالنګ ولسوالۍ څخه د خلازايي قريې پورې رسيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پروان ولايت کې د پايو د نصب لپاره د مالکيت حق د تثبيت تر څنګ؛ د يادې پروژې د دايمي سړکونو په مسير کې د مالکيت حق د تثبيت چارې هم پيل کړي دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ سربېره په لوګر، ميدان وردګ، غزني، کندهار، ننګرهار او کونړ ولايتونه هم له برېښنا برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت