د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو پروژو له ساختماني او لابراتواري چارو څارنه وکړه
۱۴۴۸/۵/۲۹
د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ـ بګرام سړک جوړولو او د شیخ زاید جومات د جوړولو پروژو له ساختماني او لابراتواري چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د کابل ـ بګرام سړک په پروژه کې د سړک د بېلابېلو طبقو د چمتو کولو بهیر و ارزول شو او په بېلابېلو برخو کې د خاورې د تراکم ازموینې ترسره شوې، څو د ساختماني موادو کیفیت او د کار تخنیکي معیارونه ډاډمن شي.
همداراز، د شیخ زاید جومات په پروژه کې د خښتو جوړولو لپاره د انتقال شوې شګې کیفیت و ارزول شو، چې له تخنیکي ارزونې وروسته د کارونې وړ وبلل شوه.
قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه، چې د خښتو په کار کې د سمنټو او شګې ټاکل شوی تناسب رعایت او نورې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو له مخې د څارونکي انجنیر تر نظارت لاندې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې څارنو موخه د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول، د لابراتواري ازموینو ترسره کول او د پروژو د چارو د تخنیکي معیارونو او اصولو مطابق پرمخ وړل دي.
