د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د جامع جومات د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري
۱۴۴۸/۵/۱۵
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د خروار ولسوالۍ په ګران کلي کې د یوه باب جامع جومات د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد جامع جومات د جوړولو په چارو کې تر دې مهاله شاوخوا ۵۰ سلنه فزیکي پرمختګ شوی دی.
د نوموړي جومات د جوړولو ټولیز لګښت ۴ میلیونه او ۷۳۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې لګښت یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اړوندې بودیجې څخه ورکول کېږي
