د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۵
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو وضعیت و ارزول شو او اړوند شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې پاتې چارې د انجنیري معیارونو، منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو مطابق ترسره کړي..
په دې پروژه کې د فراه برېښنا امریت د اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره یو دوه پوړیز اداري تعمیر د ۶ میلیونه، ۶۰۴ زره او ۸۱۰ افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم به د پروژې د کیفیت او ساختماني چارو د معیاري پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکړي.
