د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
وردګ

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د ښاري معیارونو او ترانسپورټي اړتیاوو له مخې بېلابېلې خدماتي، اداري او سوداګریزې برخې پکې په پام کې نیول شوې دي.

د یاد پلان له مخې، په ترمینل کې د ۱۷۰ ټکسیو او ۱۲۸ ملي بسونو لپاره د تم‌ځایونو ترڅنګ، د مسافرو د انتظار خونه، د مسافرو د ښکته کولو ځانګړې ساحه، د ترمینل د ننوتلو او وتلو دروازې او د ټکسیو او ملي بسونو د تلاشي او کنټرول برخې په پام کې نیول شوې دي.

همدارنګه، د اوبو ذخیرې او برېښنا برج، د ترمینل د ساتونکو او موټرچلوونکو خونې، اداري ودانۍ، د تېلو ټانک، د موټرو ورکشاپ او د موټرو د مینځلو ساحه هم د دغه پلان مهمې برخې دي. په پلان کې د راتلونکو اړتیاوو لپاره ځانګړې شوې ساحه او د هغې اړوند ودانۍ هم شاملې دي.

د ترمینل په سوداګریزه او خدماتي برخه کې د یوه څلورپوړیز تعمیر جوړول هم په پام کې نیول شوي، چې د مسافر مېشتون، رستورانت او سوداګریزو هټیو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

د دغه ترمینل د تفصیلي پلان په ترتیب سره به د مسافر وړونکو وسایطو د تګ راتګ، تم کېدو او کنټرول لپاره منظم چاپېریال برابر شي او مسافر به په یوه ځای کې ترانسپورتي، سوداګریزو او خدماتي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.

 دغه راز، د ترمینل د بېلابېلو برخو منظم تنظیم به د سیمې د ترانسپورتي فعالیتونو په ښه مدیریت کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت