په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
شنه ساحه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره عمومي سړک په اوږدو کې، د اریانا تېلو ټانک څخه تر لب جر څلورلارې پورې له شنو ساحو څخه د څارنې، ارزونې او عامه پوهاوي بهیر ترسره کړ.

د څارنې په ترڅ کې د یادو ساحو د ودانیو او هټیو له مالکانو څخه وغوښتل شول، چې د خپلو ملکیتونو او ساختماني چارو اړوند ټول اسناد او مدارک د درېیو کاري ورځو په موده کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د اړوندو تخنیکي ټیمونو له لوري یې وضعیت په منظم ډول وڅېړل شي.

د دې اقدام موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روښانه کول، د اسنادو او ساختماني نقشو ارزونه، د ښاري او ساختماني سرغړونو مخنیوی او د منظور شوو ښاري پلانونو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول دي.

یاده څارنه د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د منظم نظارتي او عامه پوهاوي پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې، څو د ښاري قوانینو، مقرراتو او معیارونو د رعایت ترڅنګ، په شنو ساحو کې د سرغړونو د دوام او پراختیا مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت