په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۴/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جياېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.
د دې تخنیکي پروسې موخه د ساحې د ځمکني وضعیت او طبیعي ځانګړنو د دقیقو معلوماتو ترلاسه کول او د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د لازمې تخنیکي زمینې برابرول دي.
د سروې او جياېس ریاست تخنیکي ټیم به د ترسره کېدونکې سروې د معلوماتو پر بنسټ، د یادې ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره اړین تخنیکي معلومات او توپوګرافي نقشه برابره کړي.
