د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه
۱۴۴۸/۴/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي کارکوونکو ته د سیرت النبي ﷺ د ټاکل شوې برخې په اړه په منظم ډول درسونه وړاندې شوي وو، چې د همدې تدریس شوې برخې د زدهکړې د کچې د معلومولو په موخه لومړۍ ازموینه واخیستل شوه.
په دغه ازموینه کې د رسول الله ﷺ د مبارک ژوند، سیرت، اخلاقو او اړوندو اسلامي موضوعاتو په اړه د کارکوونکو معلومات وارزول شول، څو د وړاندې شوو درسونو د زدهکړې کچه او اسلامي پوهاوی یې معلوم شي.
یاده ازموینه په ښه نظم، د کارکوونکو په فعال ګډون او همکارۍ ترسره او په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
