د کور او ښار جوړولو وزیر په ختیځ زون کې د زندانونو او بندیانو له وضعیت ارزونه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۷
زندان

۱۴۴۸/۳/۲۶

د اسلامي امارت محترم مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمینن حفظه الله د حکم سره سم د معاشاتو او تشکیلاتو محترم کمېسیون د مرکزي زندانونو او په کې د بندیانو له وضعیت د ارزونې بهیر پیل کړی دی.

تازه؛ د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان او په کې د بندیانو له وضعیت لیدنه او ارزونه وکړه.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دغه ولایت د زندانونو چارو د سمون محترم رییس مولوي سهیل سعید سره د زندان پر وضعیت او له بندیانو سره په ترسره کېدونکي چلند خبرې اترې وکړې.

دغه راز یې، له زندانیانو سره لیده کاته وکړل او د هغوی د حالت پوښتنه یې وکړه.

ښاغلي وزیر، په زندانونو کې شته نیمګړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ دې سفر کې د زندان له هغې برخې هم لیدنه وشوه، چې ماشومان په کې ساتل کېدل.

نوموړي، له زنداني ماشومانو سره هم خبرې وکړې او پر هغوی یې د ترحم په موخه مسؤلینو ته لا زیاتې لازمې سپارښتنې وکړې.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت موخه دا ده، چې د زندانیانو حقوقو ته بشپړه پاملرنه وشي، اسانتیاوې ورته برابرې شي او خدای مه کړه پر چا ظلم ونه شي.

د ننګرهار په مرکزي زندان کې مېشت زندانیانو هم د دوی له ورتګ خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې حقوق یې مراعات کېږي، غذا او دوا ته یې وخت په وخت پاملرنه کېږي او په خبره یې د مشرانو په ورتګ سره یې د ژوند وضعیت لا نور هم ښه کېږي.

ټاکل شوې چې له دې وروسته به د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، لغمان ولایت ته سفر کوي او هلته به هم د زندان او بندیانو له وضعیت ارزونه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټیم د ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو د ساختماني چارو له بهیر څخه د کیفیت او موثریت د لا ښه والي په موخه څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۷
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په ختیځ زون کې د زندانونو او بندیانو له وضعیت ارزونه وکړه

۱۴۴۸/۳/۲۶

د اسلامي امارت محترم مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمینن حفظه الله د حکم سره سم د معاشاتو او تشکیلاتو محترم کمېسیون د مرکزي زندانونو او په کې د بندیانو له وضعیت د ارزونې بهیر پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۸:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په ننګرهار کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش له بهیر ارزونه وکړه

۱۴۴۸/۳/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له چارو او همدارنګه مهاجرینو ته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت