د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
۱۴۴۸/۳/۲۴
د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي او د پروژې ټولې چارې د ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو او نورمونو له مخې ترسره کېږي.
د یادې پروژې چارې د نوي کابل ښار د پراختیا لوی ریاست د تخنیکي ټیم تر مدیریت، تخنیکي لارښوونې او دوامدار نظارت لاندې پرمخ وړل کېږي.
د ریاست اړوند تخنیکي او ساختماني ټیمونه په دوامداره توګه د پروژې له ساحې څارنه کوي، څو چارې د منظور شوي پلان، تخنیکي مشخصاتو او کیفیتي معیارونو مطابق ترسره شي.
د پروژې د چارو د چټکتیا په موخه، رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري شفټونو کې دوام لري، چې له امله یې د کار بهیر په پرله پسې او منظم ډول روان ساتل شوی دی.
د کابل ـ بګرام سړک پروژه چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري تمویلېږي، د نوي کابل ښار د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا له مهمو پروژو څخه ده، د دغه سړک په بشپړېدو سره به د نوي کابل ښار د تګ راتګ اسانتیاوې، ترانسپورتي اړیکې او د اقتصادي فعالیتونو زمینه لا پیاوړې شي.
د یاد سړک جوړول د نوي کابل ښار د معیاري ښاري زیربناوو د رامنځته کولو او د ښار د راتلونکې پراختیا لپاره د اړینو ترانسپورتي اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري.
