د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په حکم د راستنېدونکو مهاجرینو د مېشتېدنې لپاره نږدې ۲۴ څلرویشت زره جریبه امارتي ځمکه ځانګړې شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۱
وزارت

۱۴۴۸/۳/۱۳

د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه‌الله تعالی و رعاه د پنځو بېلابېلو حکمونو له مخې، د هېواد په پنځو ولایتونو؛ ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه او غور کې ټولټال ۲۳ زره ۶۳۶ اعشاریه ۳۹ جریبه امارتي ځمکه د راستنېدونکو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ښارګوټو جوړولو لپاره ځانګړې  شوې ده.

دغه ځمکه د راستنېدونکو مهاجرینو د ښه، دایمي او باعزته ژوند د برابرولو په موخه ځانګړې شوې، ترڅو د منظمو ښاري پلانونو له مخې پرې استوګنیز ښارګوټي جوړ او اړوندې ځمکې د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو له مخې پر راستنېدونکو مهاجرینو ووېشل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ویلي، چې وزارت به د خپلو مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو په کارولو سره د یادو ساحو سروې، تخنیکي ارزونه، د ځمکو تنظیم او د ښارګوټو جامع پلانونه ترتیب کړي، ترڅو په یادو ساحو کې د راستنېدونکو مهاجرینو د اړتیاوو مطابق معیاري او منظم استوګنیز چاپېریال رامنځته شي.

د یادو ځمکو د ځانګړې کولو او انتقال وړاندیزونه د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش محترم هیئت له لوري، د ساحو له تخنیکي ارزونو او د امارتي ځمکو له تثبیت وروسته، د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې محترم عالي کمېسیون ته وړاندې شوي او د ارزونې وروسته د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله عالي مقام ته د منظورۍ لپاره وړاندې شوي دي.

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکمونو له مخې، په هلمند ولایت کې ۱۰ زره جریبه، نیمروز کې ۸ زره جریبه، غور کې ۷۰۶ اعشاریه ۳۹ جریبه، ننګرهار کې ۱۰۰۶ جریبه او فراه ولایت کې ۳۴۳۰ جریبه امارتي ځمکه د راستنېدونکو مهاجرینو د مېشتېدنې لپاره ځانګړې او انتقال شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت به د یادو ساحو د ښاري پلانونو په ترتیب او ډیزاین کې د استوګنې سیمو ترڅنګ، د سړکونو، عامه تأسیساتو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو ښاري اسانتیاوو لپاره لازم ځایونه په پام کې ونیسي، ترڅو د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره منظم، معیاري او د ژوند له اړتیاوو سره برابر ښارګوټي رامنځته شي.

د نږدې ۲۴ زره جریبه امارتي ځمکې ځانګړې کول او انتقال د راستنېدونکو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې، د استوګنې د ستونزې د هواري او د هغوی لپاره د منظم او باعزته ژوند د زمینه برابرولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت