په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
کونړ

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل کړه.

د نمرو د وېش په مراسمو کې د کونړ ولایت مرستیال والي محترم مولوي عبدالله حقاني او یو شمېر سیمه‌ ییزو مسؤلینو هم ګډون کړی و.

د پشد ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت تر تخنیکي څارنې لاندې بشپړ شوی، چې د استوګنې ساحو ترڅنګ په کې د سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، دیني مدرسو، تفریحي ساحو او نورو عامه خدمتونو لپاره لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي.

په یاد ښارګوټي کې ټولې ۷۶۳ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي، چې راستنېدونکو مهاجرینو ته به ووېشل شي.

د کونړ ولایت مرستیال والي محترم مولوي عبدالله حقاني وویل، اسلامي امارت د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل او د هغوی د منظمې مېشتېدنې لپاره جدي پاملرنه کوي او د اړوندو لارښوونو له مخې به د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کونړ ولایت په خاص کونړ ښارګوټي کې هم ۵۹۰ راستنېدونکو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.

د پشد ښارګوټي د تفصیلي پلان بشپړېدل او راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې د نومرو د وېش لړۍ پیل، د هغوی د منظم اسکان، ښاري نظم او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت