په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۳/۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
یاده سروې د شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت کې ترسره شوې، چې موخه یې د سیمې د ځمکنۍ بڼې، ارتفاعاتو، طبیعي عوارضو او نورو اړوندو تخنیکي معلوماتو ثبتول دي.
د ترسره شوې سروې معلومات به د یاد ښارګوټي د ښاري پلان، استوګنیزو ساحو، سړکونو، عامه خدمتونو او نورو اړینو تاسیساتو د طرحې او تنظیم په برخه کې وکارول شي.
د توپوګرافي سروې بشپړېدل د مهاجرینو ښارګوټي د راتلونکو ښاري پلان جوړولو او پراختیايي چارو لپاره مهم تخنیکي بنسټ برابروي.
