د الشفاء روغتون د دویمې برخې د ودانیزې پروژې د کانکرېټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۲
الشفاء

۱۴۴۸/۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست او د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د الشفاء روغتون د دویمې برخې د ودانیزې پروژې د کانکرېټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې د پروژې د تصفیه ‌خونې د تهداب د کانکرېټ اچونې چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او کیفیتي اصولو له مخې تر دقیقې ارزونې او کنټرول لاندې ونیول شوې، ترڅو د پروژې د ودانیزو چارو کیفیت او پایښت ډاډمن شي.

یاده تخنیکي څارنه د کانکرېټ اچونې د بهیر تر بشپړېدو پورې په دوامداره توګه ترسره شوه او چارې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو او زیربنایي پروژو په ټولو پړاوونو کې د تخنیکي معیارونو، انجنیري مشخصاتو او کیفیتي اصولو رعایت د خپلو اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼي او په همدې موخه د پروژو له تطبیقي بهیر څخه دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د هرات ولایت ماسټر پلان د تطبیق په موخه رسماً د هرات محترم والي ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۲/۲۷

 د هرات ولایت د منظمې، انډولیزې او دوامداره ښاري پراختیا لپاره جوړ شوی ماسټر پلان، د اسلامي امارت د ریاسة‌الوزراء محترم اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر، د ریاسة. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۱۷
Background image

په ننګرهار کې د وړاندیز شوو استوګنیزو ساحو د دویمې برخې توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د وړاندیز شوو استوګنیزو ساحو د دویمې برخې توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

د الشفاء روغتون د ودانیزې پروژې د دویمې برخې د چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د دوامدارې تخنیکي څارنې په لړ کې د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت