د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د درېمې برخې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې عملاً پیل شوې
۱۴۴۸/۲/۲۱
د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د دریمې برخې د زیربناوو د پیاوړتیا او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د داخلي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې عملاً پیل شوې.
یادې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت له منظور شویو تخنیکي پلانونو، انجنیري معیارونو او نافذه اصولو سره سم پر مخ وړل کېږي.
د دغې پروژې موخه د ښارګوټي د دریمې برخې د ترانسپورتي شبکې معیاري کول، د اوسېدونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابرول، د دوړو او موسمي ستونزو کمول او د سیمې د زیربناوو پیاوړتیا ده.
ټاکل شوې ده چې د دغو چارو له بشپړېدو وروسته به د ښارګوټي د دریمې برخې د اوسېدونکو د ورځني تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي، د زیربنايي خدمتونو کیفیت به ښه شي او د ښارګوټي د منظمې ښاري پراختیا لپاره به مناسب شرایط برابر شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ښارګوټو د زیربنايي پروژو پلي کول، د معیاري ښاري خدمتونو وړاندې کول او د مناسب او دوامدار ژوند چاپېریال رامنځته کول د خپلو مهمو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي.
