د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو
۱۴۴۸/۲/۱۴
د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د چین هېواد سفیر په افغانستان کې د چینایي شرکتونو تر کار لاندې پروژو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د نیله باغ پروژه چې د کور او ښار جوړولو وزارت د استوګنې په برخه کې له سترو ساختماني پروژو څخه ده او د چین د حکومت او یوه چینایي شرکت له لوري پلې کېږي، په ټاکلي وخت به بشپړه شي.
هغه زیاته کړه، اوسمهال د یادې پروژې چارې د ځینو موجودو ستونزو له امله درېدلې دي، خو دا ستونزې به ډېر ژر هوارې شي او له بشپړېدو وروسته به پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، وویل چې چین د افغانستان دوست هېواد دی او افغانستان د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د پانګونې او مرستو په برخه کې د چین له همکاریو مننه او قدرداني کوي.
ښاغلي وزیر همدارنګه وویل چې د نیله باغ پروژه د چین د دوست هېواد له مهمو همکاریو او مرستو څخه ده.
نوموړي زیاته کړه چې، الحمدلله اوس په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او پانګهوال کولای شي له هر ډول اندېښنې پرته په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
محترم مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني په دې غونډه کې د دواړو لوریو پر ژمنو د ټینګار ترڅنګ د چین له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د باور او ډاډ د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې وکړي، ترڅو ټولې پروژې په خپل ټاکلي وخت بشپړې شي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، به د چین له سفیر او مل پلاوي سره یوځای د کابل ښار د نیله باغ د استوګنیزې پروژې له روانو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړي او هر ډول موجودې ستونزې به حل شي.
