د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ
۱۴۴۸/۲/۱۰
ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.
سربېره پر دې، د غیرپلاني او بېنظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس د زیاتوالي او راتلونکو اړتیاوو ته چمتووالی برابروي، چې د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره هم مناسب چاپېریال رامنځته کړي او د خلکو د ژوند کیفیت او ښاري خدمتونو ته لاسرسی اسان کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت ماسټر پلان له تائید او ارزونې وروسته په رسمي ډول لاسلیک کړ.
یاد ماسټر پلان، د وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د نږدې یو کال پرلپسې هڅو، ساحوي سروې ګانو، تخنیکي مطالعاتو، د نفوسو د ودې، ښاري پراختیا، چاپېریالي وضعیت، ترانسپورتي شبکو او د راتلونکو اړتیاوو د هر اړخیزې ارزونې په پایله کې ترتیب شوی دی.
د دغه ماسټر پلان موخه، د خوست ښار منظمه او دوامداره پراختیا، د ښاري خدماتو معیاري کول، د استوګنیزو، سوداګریزو، صنعتي، اداري او شنو سیمو مناسب تنظیم، د ترانسپورتي شبکو پراختیا، د عامه تأسیساتو لپاره د ځمکو ځانګړي کول او د راتلونکو لسیزو ښاري اړتیاوو ته ځواب ویل دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د یاد پلان تائید د خوست ولایت د ښاري پراختیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼي او تمه لري، چې د ماسټر پلان پلي کېدل به د غیرپلاني ودانیو مخنیوی وکړي، د ښاري خدمتونو کیفیت به لوړ کړي او د ښار د انډولیز او دوامدار پرمختګ لپاره به مناسب بنسټ برابر کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري پراختیا د معیاري کولو په موخه د ماسټر پلانونو د جوړولو، بیاکتنې او پلي کېدو بهیر په چټکۍ سره روان ساتلی، ترڅو د هېواد ښارونه د ښاري اصولو او معیاري پلانونو له مخې پراختیا ومومي.
