د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
اریا ښارګوټی

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د خپل منظم کاري پلان له مخې، د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د آریا ښارګوټي له وضعیت څخه ساحوي څارنه وکړه.

د څارنې په بهیر کې، د ښارګوټي د ساحوي نقشې، سوداګریزو او استوګنیزو برخو، عامه تأسیساتو، د سړکونو شبکې، کانالیزاسیون او برېښنا شبکې وضعیت په هر اړخیز ډول و ارزول شو.

د څارنې پر مهال، اړین معلومات او تخنیکي اسناد راټول شول او د اریا ښارګوټي له منظور شویو نقشو او ښاري پلانونو څخه د احتمالي سرغړونو موارد ثبت شول.

په دغو مواردو کې، د استوګنیزو او سوداګریزو ساحو د کارولو غیرقانوني بدلون، د سړکونو بندول او په شنو ساحو کې د هټیو او رستورانتونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې څارنې بشپړ، مستند او تخنیکي راپور به د ټولو ارزونو له بشپړېدو وروسته د لازم تصمیم نیولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مشرتابه ته وړاندې شي.

د دغو څارنو اساسي موخه، د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د ښاري سرغړونو او غیرمعیاري ودانیزې پراختیا مخنیوی، د ودانیز کیفیت لوړول، د ښاري نظم ټینګښت او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

ښاري تخلفات او غیر پلاني ابادي، ستونزې پیدا کوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې مخنیوی کوي

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونود مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو مخکنیو څارنو د دوام په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت