په لښکرګاه ښار کې د یوه سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۸
لښکرګاه

۱۴۴۸/۱/۲۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د یوه سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې یاده پروژه د تفصیلي پلان له ټاکل شوې ځمکنۍ کارونې سره مطابقت نه لري، د سوداګریز تعدیل منظور شوی سکېچ نه لري او د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ټاکل شوي تخنیکي معیارونه، لکه د ودانۍ د پوړونو نسبت، د ودانۍ د اشغال کچه، شنې ساحې، خدماتي اسانتیاوې او ترافیکي اړتیاوې، پکې نه دي رعایت شوي.

له همدې امله د پروژې ودانیزې چارې ودرول شوې، ساحه مهر او لاک شوه او د پروژې مالک ته لارښوونه وشوه، چې تر هغې به هېڅ ډول ساختماني فعالیت نه ترسره کوي، څو د پروژې سکېچ د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري منظور نه شي.

همدارنګه، له نوموړي څخه د نافذه قوانینو او مقرراتو د رعایت او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د نه ترسره کولو په اړه رسمي تعهد هم واخیستل شو.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم د ټینګښت، د تفصیلي پلانونو د خوندي تطبیق او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۶:۰
Background image

د اسلام‌کلا بندر د معیاري پراختیا لپاره تفصیلي پلان وروستی او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د هېواد د سرحدي بندرونو د منظمې ښاري پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو او د بنسټیزو زیربناوو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۸
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د یوه سوداګریز مارکېټ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار د نهمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو مخینوي عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم ، د یاد ریاست د رئیس په مشرۍ، د کابل ښار د نهمې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت