د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۲۴
پروان

۱۴۴۸/۱/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د ورسیک مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.

د یادې سروې موخه د ښارګوټي د دقیق مساحت تثبیت، د تخنیکي معلوماتو راټولول او د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د لازم بنسټ برابرول دي.

په دې پړاو کې د ساحې د ارتفاعاتو، حدودو، طبیعي جوړښت او انجینري ځانګړتیاوو دقیق اندازه‌ګیري او ثبت ترسره کېږي، ترڅو د معیاري ښاري پلان د جوړولو لپاره بشپړ تخنیکي معلومات برابر شي.

د یادونې وړ ده، د مهاجرینو ښارګوټي د جوړولو چارې د منظمې ښاري پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري ښار جوړونې د اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت