د غور ولایت د فیروزکوه ښار د درې ستوریز هوټل د کانکریټو د کیفیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۱۸
د غور ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فیروزکوه ښار د درې ستوریز هوټل د ودانیزې پروژې له ساحې څخه د کانکریټو د کیفیت تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د پروژې د کانکریټو د اچولو، د موادو د ترکیب او د تطبیق له بهیر څخه له نږدې ارزونه وشوه.
همدارنګه د کانکریټو د مقاومت او کیفیت د تثبیت په موخه د تخنیکي معیارونو مطابق نمونې واخیستل شوې او د ساحې وضعیت له انجینري اصولو سره سم وڅېړل شو.
د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، د کانکریټو د کار کیفیت، د ساختماني موادو د کارونې څرنګوالی او د ودانیزو چارو عمومي بهیر د منظور شویو نقشو او تخنیکي مشخصاتو سره تطبیق لري، خو د لا ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې هم ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین او معیاري تطبیق په موخه د تخنیکي څارنې لړۍ په دوامداره توګه جریان لري، څو ټولې رغنیزې چارې د نافذه معیارونو مطابق ترسره شي.
