د ودانیزو توکو د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د مصؤنو اسنادو د چاپ پروژې اړوند، په جیو سرچ لابراتوار کې د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د خاورې د نمونې اخیستنې بهیر، د لابراتواري ازموینو د ترسره کېدو څرنګوالی، د ازموینو د کیفیت کنټرول او د تخنیکي معیارونو د رعایت څرنګوالی د نافذه لابراتواري اصولو او تخنیکي مشخصاتو له مخې وارزول شول.
د تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال د ازموینو د دقت، اعتبار او معیاري اجرااتو د لا ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وشوې، ترڅو ټول لابراتواري فعالیتونه د ملي او نړیوالو معیارونو او د پروژې د تخنیکي مشخصاتو مطابق ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین او د لابراتواري ازموینو د معیاري تطبیق په موخه، د نمونې اخیستنې او لابراتواري فعالیتونو څخه تخنیکي نظارت په دوامداره توګه ترسره کوي.
