د زابل ولایت په مرکز کې د استنادي دیوالونو د پروژو له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۱۳
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز اړوند د شاحسن خېل او مغلیزو سیمو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د پروژو د تطبیق بهیر له نږدې وارزول شو او قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې او سپارښتنې وشوې، څو د پروژو چارې د منظور شوې نقشې، احجامو، بل او کاري پلان سره سم، په ټاکلي کیفیت او وخت ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، ترڅو د پروژو ودانیزې چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې بشپړې شي.
