د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
بغلان

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.

یاده سروې د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې په ساحه کې ترسره کېږي، چې موخه یې د راتلونکي ښارګوټي د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د ساحې دقیق تخنیکي معلومات راټولول دي.

د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې، په دې مرحله کې د ساحې د ارتفاعاتو، حدودو، طبیعي جوړښت او انجینري ځانګړتیاوو دقیق ثبت او اندازه‌ګیري ترسره کېږي، څو د معیاري ښاري پلان د جوړولو لپاره بشپړ تخنیکي اساس برابر شي.

د یادولو وړ ده، د مهاجرینو ښارګوټي د جوړولو پروسه د منظم ښاري پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري ښار جوړونې د اصولو مطابق پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت