د کور او ښار جوړولو وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د جذب لپاره (۴۰) ولایتي بستونه اعلان کړل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۴
۴۰ خالي بستونه

Publish Date

Closing Date

Location

درېيم مکروریان، د کور او ښارجوړولو وزارت

خبرتیا!

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د جذب لپاره (۴۰) ولایتي بستونه اعلان کړل

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د ښاري پراختیا، ودانیزو چارو او عامه خدمتونو د لا اغېزمنتیا په موخه، د چارو ادارې د محترم عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست په همکارۍ، د (۴۰) ولایتي خالي بستونو د استخدام پروسه اعلان کړه.

دغه وزارت، د یوې سالمې، مسلکي او ځواب ویونکې ادارې د جوړولو لپاره د شفافیت، وړتیا او تخصص اصل ته ژمن دی او باور لري، چې د هېواد د پرمختګ او ښاري پراختیا بنسټ د متخصصو او وړ بشري سرچینو په مټ لا پیاوړی کېدای شي.

له همدې امله د استخدام په دې پروسه کې د "وړ او اهل کسانو ته دکار سپارلو" اصل ته ځانګړې پاملرنه شوې، ترڅو مهم بستونه د وړتیا، تجربې او مسلکي وړتیا پر بنسټ ډک شي.

یاد بستونه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د چنګاښ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې، چې د ۱۴۴۸/۱/۶ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۱۶ نېټې سره سمون لري، د غوښتونکو پر مخ پرانیستي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترمه رهبري، ټولو مسلکي، ژمن او وړ افغان کادرونو ته بلنه ورکوي، چې په دې رقابتي او شفاف بهیر کې ګډون وکړي او د هېواد د ښاري ودې او آبادۍ په بهیر کې خپل فعال رول ولوبوي.

پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنليک فورمه له لاندېني لینک (تړوني) څخه ترلاسه او له ډکولو وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر(۵ (MB ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوي.

همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څخه چې د کابل په درېیم مکروریان کې د ازادۍ مطبعې ته مخامخ موقعیت لري، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست څخه چې په پنځمه ناحیه قرغې سړک، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې او د قمبر څلور لارې ترمنځ د دیوان بېګي درې لارې ته مخامخ، د ملکي خدمتونو انستیتوت کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپارئ.

د یادونې وړ ده، چې غوښتونکي دې په یوه بست کې د غوښتنلیک فورمه هممهال په انلاین (پرکرښه) او حضوري ډول نه استوي، ترڅو د غوښتنلیکونو له تکرار څخه مخنیوی وشي.

یادونه: د غوښتنلیک فورمې سره د تابعیت تذکره، تحصیلي اسناد او د کاري تجربو کاپي وړاندې کول اړین دي.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸     /      د کور او ښار جوړولو وزارت:  ۰۷۸۹۶۵۰۵۰۶

د اعلان شویو بستونو د جدول لینک:

https://drive.google.com/file/d/1EJxWViIKmXwIGQVQ3Wv_HAyOIhhozxfF/view?usp=sharing

په پي ډي اف ډول د غوښتنلیک فورمې لینک:

https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing

د ورډ په شکل د غوښتننلیک فورمې لینک:

https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت