د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
وزارت شهرسازی ومسکن

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې او د دې سیمې د سړکونو په اړه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د موجوده نقشې د ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه هر اړخیز بحث او نظرونه تبادله شول.

 ټینګار وشو چې په اوسني پلان کې یو شمېر ستونزې او تخنیکي نیمګړتیاوې موجودې دي، نو اړینه ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري داسې مناسب حل وموندل شي چې د خلکو لپاره عام المنفعه، اغېزمن او اوږدمهاله ګټې ولري.

د ناستې ګډونوالو پخوانی او اوسنۍ اصلاح شوې نقشه وکتله او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې وړاندې کړل، او ویې ویل چې اساسي هدف باید د افغانستان د ټولو خلکو خدمت وي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې یاد پلان به د دواړو اړوندو ادارو د سکتوري مسؤلینو له لوري په دقیق ډول له سره وڅېړل شي، او د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ د مشرتابه په حضور کې به د وروستۍ پرېکړې لپاره وروستی تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت