د کور او ښار جوړولو وزارت 7 مرکزي خالي بستونه اعلان ته شپاري

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۵۳

Publish Date

Closing Date

Location

درېيم مکروریان، د کور او ښارجوړولو وزارت

خبرتیا

د  کور او ښار جوړولو وزارت د چارو ادارې عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست په همکارۍ، کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، خپل (۲) رتبه (۷) مرکزي خالي بستونه له ۲۴/۰۳/۱۴۰۵ څخه تر ۳۱/۰۳/۱۴۰۵هـ ش کال چې د ۲۸/۱۲/۱۴۴۷ څخه تر ۶/۱/۱۴۴۸ نېټې سره سمون لري اعلانوي.

پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنليک فورمه له لاندېني لینک څخه ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (MB ۵) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوئ.

همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څخه چې په دریم مکروریان کې د ازادي مطبعه ته مخامخ موقعیت لري، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست څخه چې په پنځمه ناحیه قرغې سړک، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې او د قمبر څلور لارې ترمنځ د دیوان بېګي درې لارې مخامخ، د ملکي خدمتونو انستیتوت – کابل کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپارئ.

د یادونې وړ ده غوښتونکي دي په یوه بست کې د غوښتنلیک فورمه په هم مهاله توګه په آنلاین او حضوري ډول د استولو څخه ډډه وکړي ترڅو د غوښتنلیکونو له تکرار څخه مخنیوی وشي.

یاددښت: د غوښتنلیک فورمې سره د تابعیت تذکرې، تحصیلي او کاري تجربې اسنادو کاپي وړاندې کول حتمي دي.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸     / د کور او ښار جوړولو وزارت:  ۰۷۸۹۶۵۰۵۰۶

د اعلان شویو بستونو د جدول لینک:

https://drive.google.com/file/d/1u7_g_-04L2mXYaBw-AbJOHesShL8sdYj/view?usp=sharing

په پي ډي اف ډول د غوښتنلیک فورمې لینک:

https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing

د ورډ په شکل د غوښتننلیک فورمې لینک:

https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت