په بغلان ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو د اتحاد (صلح) ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۲۶
بغلان

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د خواجه الوان دښتې په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د اتحاد (صلح) ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.

په یاده سروې کې به ۲۹۱۱ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې ونیول شي، چې موخه یې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړېدو په پار د تخنیکي معلوماتو راټولول او د اساسي پلان د ترتیب لپاره زمینه برابرول دي.

د توپوګرافي سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو له مخې د ښارګوټي پلان چمتو او د تطبیق لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

دغه اقدام د راستنو شویو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، د مناسبې سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت