په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
هرات

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د هرات د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو روان وضعیت وارزول شو او د پروژې د پرمختګ، کیفیت او تطبیق بهیر له نږدې وڅارل شو.

همدارنګه، د هرات ښار د اوومې ناحیې اړوند د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت د تخنیکي ارزونې په موخه له یاد ځای څخه لیدنه ترسره شوه او د یاد اثر اوسنی وضعیت وڅېړل شو.

د تخنیکي ټیم له لوري د تاریخي او عامه تاسیساتو د ساتنې او معیاري بیارغونې پر اهمیت ټینګار وشو او اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وړاندې شوې، ترڅو د رغنیزو او ساتنیزو چارو کیفیت او اغېزمنتیا لا نوره هم پیاوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت