بدخشان کې د بام دنیا د اوسپنیز او کانکریټي پُل د جوړولو له چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۱۹
بدخشان

۱۴۴۷/۱۲/۸

د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار اړوند د بام دنیا سیمې د اوسپنیز او کانکریټي پُل د جوړولو پروژه، د دوامدار تخنیکي نظارت لاندې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او انجینري معیارونو مطابق پرمخ روانه ده.

یاد پُل سل متره اوږدوالی او اته متره سور لري او د څو ستنو او پایو په لرلو سره د معیاري ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ډیزاین شوی دی.

د پروژې د روانو چارو له مخې، اوسمهال د پُل د منځنیو او غاړې برخو پر بنسټیزو کارونو تمرکز روان دی، چې په ځینو برخو کې کانکریټي چارې بشپړې شوې او د تېرېدونکو برخو د قالب تړلواو سیخ‌ تړلوکارونه جریان لري.

 همداراز د پُل د نورو پایو کارونه هم د پام وړ پرمختګ کړی او ټاکل شوې راتلونکې پړاوونه د تخنیکي پلان له مخې بشپړ شي.

د مسؤلینو په وینا، د سیند د مسیر له تنظیم وروسته به د پُل د مقابل لوري د بنسټیزو چارو عملي کارونه هم پیل شي. اوسمهال د پروژې ټولیز فزیکي پرمختګ شاوخوا ۳۵ سلنې ته رسېدلی دی.

د یادې پروژې چارې د کیفیت او کمیت له پلوه د قناعت وړ دي او ټولې ودانیزې چارې د تخنیکي مشخصاتو، منظور شوې نقشې او انجینري اصولو مطابق پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت