د هرات تورغونډۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۳۴
هرات

۱۴۰۵/۱۲/۱

د هرات ولایت د تورغونډۍ ګمرک اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د څارنې په لړ کې، د یاد مسجد د ګنبد سلب د سیم‌ تړلو د بشپړېدو بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې د سیم‌ تړلو چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو مطابق بشپړې شوې دي، له همدې امله قراردادي شرکت ته د ګنبدي سلب د کانکریټ اچونې اجازه ورکړل شوه.

د نظارت پر مهال قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې هم وشوې، چې له مخې یې د کانکریټ اچونې چارې باید د مکس ډیزاین او منظور شوو تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي.

د یاد مسجد شریف ودانیزې چارې د منظور شوي پلان او تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي او اړوند تخنیکي ټیمونه د پروژې د کیفیت د خوندي ساتلو په موخه دوامداره څارنه ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت