تېره پنجشنبه په څو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته ۳۳۶۵ بسوه ځمکه ورکړل شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې له لوري، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.
تازه تېره پنجشنبه په ننګرهار، پکتیکا، زابل، لوګر، کندز او هلمند ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.
په دې لړ کې ننګرهار ولایت کې ۲۰۵ کورنیو ته، پکتیکا کې ۴۰ کورنیو ته، زابل کې ۸۰ کورنیو ته، لوګر کې ۱۳۰ کورنیو ته، کندز کې ۱۴۸ کورنیو ته او په هلمند ولایت کې ۷۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې وسپارل شوې.
دغه استوګنیزې نمرې یوازې د تېرې پنجشنبې په ورځ ووېشل شوې، چې (۶۷۳) راستنېدونکو کورنیو ته پنځه پنځه بسوې استوګنیزه نمره ووېشل شوه، چې په ټوله کې ۳۳۶۵ بسوې ځمکه کېږي.
په دې سره د هېواد په کچه د وېشل شوو نومرو ټولیز شمېر (۲۶۱۳۸) شپږویشت زره او یوسل اته دېرش نمرې کېږي، چې وېشل شوې دي او لا هم دوام لري.
د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو جوړول او د ځمکو وېش د امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د بې سرپناه کورنیو اسکان، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا تأمین بلل کېږي.
