په ارزګان کې د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د اداري تعمیر له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۴
د ارزګان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د پیښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست د اداري تعمیر د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال، د ساحې له لیدنې وروسته د کارونو د کیفیت د ښه والي په موخه قراردادي شرکت ته د منظور شوو نقشو او د بیل احجامو مطابق لازم تخنیکي هدایتونه او سپارښتنې ورکړل شوې.
د ارزونې له مخې، د یادې پروژې ساختماني چارې تر دې مهاله په نورمال او منظم ډول روانې دي.
د اداري تاسیساتو جوړول د ادارو د ظرفیت لوړولو او د خدماتو د اغېزمن تطبیق لپاره مهم بلل کېږي، چې په دې برخه کې دوامداره تخنیکي څارنه د کیفیت د تضمین اساسي رول لري.
