په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
د کور او ښار جوړولو وزارت

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ، د ترانسپورت او هوايي چلند، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، کورنیو چارو وزارتونو او د فرامینو او احکامو د څار لوی ریاست د استازو په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې ټینګار وشو چې د ښار په سړکونو کې د ګڼه ‌ګوڼې یو مهم علت د موټرو تم کېدل او نامنظم تمځای دی، چې د حل لپاره د ریاسة ‌الوزراء محترم عالي مقام د حکم له مخې د ودانیو په تهکوي کې د تمځای د جوړولو موضوع تر ارزونې لاندې ده.

د ښاري چارو محترم معین وویل چې د تمځای جوړول به د ښاري ترانسپورټ اسانتیاوې رامنځته کړي او د ښار د ګڼه‌ ګوڼې په کمولو کې به مهم رول ولوبوي. 

په غونډه کې ګډونوالو د کابل ښار د ترافیکي ستونزو د کمولو لپاره بېلابېل نظرونه وړاندې کړل، چې له مخې یې د کابل منډوي انتقال، د ښار په څنډو کې د سوداګریزو ساحو پراختیا، د تمځای د بدیلو ساحو جوړول، طبقوي تمځایونه او د ځینو امارتي ادارو انتقال د ښار له مرکزي برخو څخه د ګڼه ‌ګوڼې د کمېدو مهمې لارې وبلل شوې.

همداراز پرېکړه وشوه چې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو کې ودانۍ له تخنیکي پلوه یو ځل بیا په دقیق ډول وڅېړل شي او راپور یې د ریاسة ‌الوزراء  عالي مقام ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار په محمدیه ښارګوټي کې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریتونو د دوامداره نظارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۲:۸
Background image

په کابل کې د نیمه ‌کاره ودانیو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت